د سویډ لومړي وزیر د قرآن کریم د سپکاویو په غبرګون او ددې خبرې په کولو سره چې دغه اقدام قانوني دی ، په عین حال کې روښانه کړې ده چې دغه شان کار مناسب نه دی.
ایکنا خبری آژانس راپور ورکړی، که څه د سویډ پولیسو د قرآن د سوځولو په موخې سره دمظاهرو دمنظمولو لپاره څو ځلې مخکې غوښتې رد کړې وې ،خو په همداوروستیو کې ئې یو ځل بیا د محکمې دغه فیصلې باطلې اعلان کړې او وئیلي ئې دي چې دغه فیصلې د هیواد په وسیله د تضمین شوي بیان د آزادۍ خلاف ورزي کوي.
د سویډ لومړي وزیر اولف کریسټرسن په یوه خبری کنفرانس کې ووئیل، چې نه پوهیږي،دغه مظاهرې چې پولیسو تائيد کړی دی، تر کومه اندازه له ناټو سره د دوي د هیواد د یوځاي کیدا په هبیر اغیزې شیندلی شي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دا کار قانونی دی ، خو مناسب نه دی ووئيل،د قرآن سوځولو د مظاهرو په باب فیصله کول پولیس ته سپارل شوي دي. دسویډ لومړي وزیر ووئیلو زه فکر کوم ،مونږ په داسې وخت کې ژوند کوو ، چې باید آرامه ووسو او په دې فکر وکړو چې په اوږدمهال کې د سویډ لپاره څه شی او کار ترټولو ښه دی.
وروستی راپورونه ښئ چې دسویډ پولسو پرون د مظاهرو په باب وئیلي دی ،چې که څه هم دغه اقدام ممکن دی ، د بهرني سیاست لپاره ځیني نتیجې ولري ،خو دقرآن د سوځولو له امله امنیتی نتیجې داسې نه دي چې له غوښتې څخه ئې ډډه کولو ته کوم ضرورت وي.
د سویډ پشمول په ځينو اروپائي هیوادونو کې په داسې حال کې په همداوروستیو کې په کرتو د مسلمانانو د مقدساتو او د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوي شوي دي چې اروپائي اتحادیه د عقیدې د آزادۍ او د نورو د مقدساتو د درانوي خبرې کوي.